په افغانستان کې د جاپان سفارت د نورستان په مرکز، پارون او یو شمېر نورو سیمو کې د سېلابونو له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې د دغه هېواد سفیر «ماساموتو» سېلابځپلو کورنیو ته تسلیت وایي او د ټپيانو د بېړنۍ درملنې هیله لري.
تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفارت هم په نورستان کې د سېلابونو له امله پر وروستي ناورین خپګان ښودلی و. د یادولو ده چې پرون د نورستان په مرکز، پارون او یو شمېر سیمو کې د مرګونو سېلابونو له امله لسګونه هېوادوال شهیدان، له ۸۰ ډېر ټپيان او څه باندې ۱۰۰ نور لادرکه شول.

