ډېر لوستل شوي

“د بره‌کي څلورلارې د هوايي پل او تر ځمکې لاندې سړک چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د کابل د بره‌کي څلورلارې د هوايي پل او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ياد معاونيت په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ويلي چې دا ۷۰۰ متره اوږد او ۲۰ متره سور هوايي پل ۵۰ سلنه بشپړ شوی او ټاکل شوې د ۱۴۰۵ کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه، د تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې او تمه ده د ۱۴۰۵ کال تر نیمايي بشپړې او پرانیستل شي.

د يادې پروژې ټولیز لګښت ۱.۵ میلیارده افغانۍ ښودل شوی چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي او د جوړېدو پر مهال یې شاوخوا ۱۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

اړوند خبرونه