ډېر لوستل شوي

فاریاب کې ټرافيکي پېښه؛ دوو کسانو پکې ژوند بايللی او څلور نور ټپیان شوي

د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د مازدا او کرولا موټرو د ټکر له امله دوو کسانو خپل ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په پېښه کې دوه کسانو ځای پر ځای خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د مسوولينو په وينا، د پېښې اصلي لامل لا نه دی څرګند شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

بايد وويل شي چې د ټرافیکي قوانینو او مقرراتو مراعاتول، د ټاکل شوي سرعت رعایت او د موټر چلولو پر مهال احتیاط کول د دې ډول دردناکو پېښو په مخنیوي کې مهم رول لري.

اړوند خبرونه