د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۳۰مې پورې له پاکستانه له ۲.۵ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
ياد سازمان ويلي، یوازې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې یو میلیون، ۶۹۲ زره او ۱۴۷ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.
دا سازمان زیاتوي چې د نیول کېدو وېره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو تر ټولو مهم لامل بلل شوی دی.
بلخوا، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې یوازې تېره ورځ ۶۱۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

