د اسلامي امارت مشرتابه د اسلامي نظام د استحکام او تقویې په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا کړي دي.
ملا حمدالله فطرت ویلي چې دا غونډه د کندهار ولایت په مقام کې جوړه شوې وه چې د دغه ولایت د ولسوالیو ګڼ شمیر علماوو او متنفذینو او د اسلامي امارت یو شمیر لوړ رتبه مسوولینو ګډون کړی و.
د ا.ا مشرتابه په دې غونډه کې د علماوو له لوري خلکو ته د شرعي احکامو رسولو او د شریعت پر تطبیق ټینګار کړی او مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې دښمن ته د تفرقې خپرولو موقع ورنکړي.
سرچینې د اسلامي امارت مشرتابه له قوله علماوو ته په خطاب کې لیکلي: “علماء کرام په شرعي امورو کې اولو الامر دي او خلک به یې اطاعت کوي او امیران په سیاسي، جهادي، او اصلاحي امورو کې د شریعت مطابق اولو الامر دي که دغه دواړه صنفونه اصلاح وي او خپلې وظیفې په سمه توګه سرته ورسوي، نو به ټول خلک اصلاح وي.”
په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشرتابه همداراز ویلي د زدهکړو پر ارزښت او د زدهکوونکو پر فکري رغونې هم ټینګار کړی او په دې برخه کې یې لازمې سپارښتنې کړې دي.

