ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژۍ وزیر هلمند کې د موسی‌کلا بند او پراختیايي پروژو ارزونه کړې

د اوبو او انرژۍ وزير ملا محمد يونس اخوندزاده سوېل لوېديځ زوند ته د خپل سفر په ترڅ کې له کندهار وروسته، هلمند ته تللی او د ياد ولايت له والي مولوي امان‌الدين منصور سره د وزارت اړوند پر روانو پراختيايي پروژو، د موسی‌کلا بند د لومړنيو پړاونو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، د غونډې پر مهال د اوبو د مهارولو، د خلکو د ستونزو د هواري او د پراختیايي پروژو د چټک او اغېزمن تطبیق پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند والي د اړوندو پروژو د عملي کېدو لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او د اوبو او انرژۍ وزارت له رهبرۍ یې د هلمند د پراختیايي پروژو د ملاتړ او د خلکو ستونزو ته د پام‌لرنې له امله مننه کړې ده.
دا په داسې مهال ده چې د اوبو او انرژۍ وزير کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د تيمور کانال د چارو له بهير څخه هم ليدنه کړې ده.

اړوند خبرونه