ډېر لوستل شوي

د بخښنې نړیوال سازمان: پر «امید» کمپ د پاکستان برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې د مارچ د ۱۶مې نېټې هغه هوايي برید چې د پاکستان پوځي رژيم له لوري د کابل پر «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز شوی و، د احتمالي جنګي جرم په توګه د څېړلو غوښتنه کړې ده.
په دې راپور کې ياد سازمان ويلي چې د پاکستان د هغې ادعا د تایید لپاره یې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې ګواکې له دې ځای څخه د پوځي مرکز په توګه استفاده کېدله.
د سازمان په وینا، تر برید وړاندې د مرکز د تخلیې لپاره هم هېڅ ډول خبرداری نه و ورکړل شوی.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د ویډېوګانو، انځورونو، سپوږمکۍ انځورونو او د عیني شاهدانو د څرګندونو له ارزونې وروسته داسې شواهد نه دي موندل شوي چې په ياد مرکز کې دې وسلې، مهمات او یا وسايط وي او شته شواهد ښيي چې «امید» مرکز مشروع پوځي هدف نه و.
یاد سازمان له پاکستانه غوښتي چې د دې برید په اړه دې شفافه، خپلواکه او بې‌طرفه څېړنه وکړي او احتمالي مسوول کسان دې ځواب‌ویونکي وګرځوي.

اړوند خبرونه