ډېر لوستل شوي

“له ۲۶ زره ټنه زیات اوبلن ګاز وارد او بازار ته عرضه شوی”

د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت وایي، په تېرو شپږو ورځو کې د اسلام‌کلا، حیرتان، تورغونډۍ، میل ۷۸، اقینې او نیمروز بندرونو له لارې هېواد ته ۲۶ زره او ۴۹۲ ټنه اوبلن ګاز وارد او بازار ته عرضه شوی دی.
ياد شرکت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د همدې مودې لپاره د هېواد اټکل شوې اړتیا شاوخوا ۲۱ زره او ۹۴۸ ټنه وه چې له مخې یې بازار ته د اړتیا په پرتله ۴ زره او ۵۴۴ ټنه زیات اوبلن ګاز رسېدلی دی.
د نفت او ګاز دولتي شرکت زیاتوي چې د اوبلن ګاز ډېره برخه د اسلام‌کلا، حیرتان او تورغونډۍ بندرونو له لارې وارد شوې او د دغو بندرونو دوامداره فعالیت د بازار د اړتیاوو په پوره کولو او د عرضې په ثبات کې مهم رول لوبولی دی.
دې شرکت ویلي، د اوبلن ګاز د وارداتو، زېرمو او د بازار وضعیت په دوامداره توګه څاري او له هېوادوالو یې غوښتي چې د بازار اړوند معلومات یوازې له رسمي سرچینو ترلاسه کړي.

اړوند خبرونه