ډېر لوستل شوي

نیمروز بندر کې د څه باندې ۱۲۵ ټن غیرمعیاري لمریزو تختو د واردېدو مخه نیول شوې

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د دوی له لوري په نیمروز بندر کې ۱۲۵ ټن ۷۹۰ زره کیلوګرام غیرمعیاري لمریزې تختې بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا لمریزې تختې په شپږو محمولو کې هېواد ته دننه شوې وې.
سرچینې لیکلي، د ترسره شویو ارزونو پایلو ښودلې چې یادې محمولې له ټاکل‌شویو کورنیو معیارونو سره مطابقت نه لري او د اړین کیفیت لرونکې نه دي. له همدې امله یې د هېواد بازارونو ته د دننه کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوې دي.
د معیار او کیفیت ادارې ژمنتیا څرګنده کړې چې د کورنیو معیارونو سره سم معیاري او باکیفیته محصولات د هېواد بازارونو ته پرېږدي او د هېوادوالو لپاره د خوندي، باوري او معیاري توکو د برابرولو زمینه لا پیاوړې کړي.
تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې د بېلابېلو غیرمعیاري او بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخه نیول شوې وه.

اړوند خبرونه