د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند عنايتالله الکوزی وایي، د هېواد لرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمتونه او اسانتیاوې پراخې شوې دي.
د اميد راډيو خبريال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون د پرانیستې په مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې د ښاغلي الکوزي په حواله ويلي: “نړیوال باید په دې پوه شي چې افغانستان اوس د ټکنالوژۍ په برخه کې له ډېرو هېوادونو سره د سیالۍ وړتیا لري.”
د ياد وزارت وياند زياته کړې چې افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ په حال کې دی او د باکیفیته مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
نوموړي له ټولو مخابراتي شرکتونو غوښتي چې د نویو ټکنالوژیکو تجربو د شریکولو او ترلاسه کولو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې ګډون وکړي.

