ډېر لوستل شوي

خوست کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي 

د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز وايي چې د یاد ولایت په یو شمېر ولسواليو کې د وروستیو سېلابونو له امله لسګونه کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي دي.  

ګربز په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا سېلابونه د خوست په مرکز، ځاځي ميدان، صبریو-یعقوبیو، باک اسماعیل‌خېلو- مندوزیو او د نادرشاه کوټ ولسوالیو په اړونده سيمو کې راوتلي چې له امله یې ۱‍۰ کورونه، ۲۰ دوکانونه او ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ شوي دي. 

د خوست د والي ویاند همداراز لیکلي چې سېلابونو په باک ولسوالۍ کې پر ٣٠ جریبه ځمکه کرل شوي حاصلات هم له منځه وړي دي، او د ګربزو ولسوالۍ پر مسیر د شمل لوی او مهم پل هم د سيلابونو له امله نړېدلی دی. 

د سرچینې په وینا، د خوست ولایت مقام د رهبرۍ له لوري اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره مسلکي او تخنیکي ټیمونه زیانمنو سیمو ته واستوي، د اوښتو زیانونو هر اړخیزه ارزونه ترسره او د اړتیا وړ بېړني اقدامات ترسره کړي.  د یادولو ده چې په وروستیو کې د نورستان په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه