ډېر لوستل شوي

له پاکستانه نږدې ۱۱۰۰ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۱۰۹۹ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد وزارت په وینا، له دې ډلې ۸۹۶ تنه د تورخم او ۲۰۳ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.

مسوولين زیاتوي، په خوشې شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو او د بېلابېلو مودو لپاره یې د پاکستان په زندانونو کې بند تېر کړی وو. وزارت ویلي، راستنېدونکو ته له اړینو مرستو وروسته خپلو اصلي سیمو ته د لېږد زمینه برابره شوې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی د خوندي او باعزته راستنېدو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه