ډېر لوستل شوي

ماليزيا کې افغان سفير د برونای دارالسلام له يو شمېر پوهنتونونو ليدنه کړې

په ماليزيا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقيب‌الله احمدي د برونای دارالسلام له يو شمېر معتبرو پوهنتونونو څخه ليدنه کړې ده.
ياد سفارت ويلي، د دې ليدنو پر مهال پر لوړو زده‌کړو، علمي او څېړنيزو همکاريو، د استادانو او محصلينو د تجربو پر تبادلې او ګډو علمي پروګرامونو خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي احمدي او اړوندو لوريو د پوهنتونونو ترمنځ په همکاريو، تحصيلي فرصتونو او ګډو علمي فعاليتونو پر لا پراختيا ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه