ډېر لوستل شوي

نورستان کې د سېلابونو پېښې په تړاو د ا.ا غمرازۍ پیغام؛ “د ښاروال او د کنډک قوماندان په ګډون ۲۴ کسان شهیدان شوي”

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي دي چې په دې پېښه کې نورستان د ښاروال او د یوه کنډک د قوماندان په ګډون ۲۴ تنه شهیدان شوي او ۸۵ نور ټپیان دي.

ښاغلي فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې اړوند ادارو د پېښې له لومړیو شېبو راهیسې د ژغورنې او مرستو عملیات پیل کړي او زیانمنو کورنیو ته د لازمو مرستو رسولو لړۍ روانه ده.  له افغان سوداګرو او شتمنو غوښتل شوي چې له سېلاب‌ځپليو ملاتړ وکړي او له خلکو یې هم غوښتي چې د سېلابونو د خطر لرونکو سیمو او د هوا پېژندنې ادارې خبرداریو ته جدي پام‌لرنه وکړي.

اړوند خبرونه