ډېر لوستل شوي

خيبر پښتونخوا کې پر امنیتي پوستې موټربم برید؛ ۱۵ پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په مانجهي خېل سیمه کې د پولیسو او پوځ پر ګډې امنیتي پوستې د موټربم په برید کې ۱۵ امنیتي کسان وژل شوي او پوسته په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې له دېوال سره ټکر کړی او د زورورې چاودنې له امله د پوستې بنسټیز جوړښت سخت زیانمن شوی دی.
د يادې ادارې په وينا، په وژل شویو کې ۱۲ پوځیان، دوه پولیس او د ځنګلونو د ادارې یو کارکوونکی شامل دی.
د راپورونو له مخې، ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي، په ټوله ولسوالۍ کې د امنیتي قانون د ۱۴۴ مادې له مخې بندیزونه لګېدلي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې له غیر ضروري تګ‌ــ‌راتګ څخه ډډه وکړي.

اړوند خبرونه