ډېر لوستل شوي

د ټرمپ اداره برازیل ته لوړپوړي چارواکي استوي

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري چې د برازیل د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو مخکې دوه لوړپوړي امریکايي چارواکي دې هېواد ته واستوي، څو د ټاکنیز نظام د عادلانه‌والي او شفافیت په اړه شکونه راپورته کړي.

د امریکا واشنګټن پوسټ د دوه برازیلي ډیپلوماتانو په حواله ویلي چې له دې پلان څخه خبر شوي او ژمنه یې کړې چې د دغو امریکايي چارواکو برازیل ته د ننوتلو مخه به ونیسي.

ټاکل شوې، په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنې په نږدې راتلونکې کې ترسره شي او د ټاکنیز بهیر د شفافیت موضوع د سیاسي بحثونو مهمه برخه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه