ډېر لوستل شوي

افغانستان کې «WFP» د دفتر رییس د هرات له والي سره د خلکو معیشتي وضعیت پر ښه‌والي غږېدلی

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د دفتر رییس د هرات له والي، شیخ مولانا اسلام‌جار سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د دغه ولایت په اېکس‌‌پاڼه لیکل شوي چې د کتنې پرمهال د خوړو نړیوال پروګرام رییس په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په اړه راپور وړاندې کړی او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او د هغوی د معیشتي وضعیت د ښه‌والي په اړه یې خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د هرات والي د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د کارموندنې د پروژو د پلي کېدو لپاره وړاندیزونه شریک کړي او د کاري فرصتونو د رامنځته‌کولو او د خلکو اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره یې پر ګډو فعالیتونو ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه