ډېر لوستل شوي

د حج او اوقافو وزير: د حج له پاتې لګښتونو هر حاجي ته ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکول کېږي

د ارشاد، حج او اوقافو وزير شیخ نورمحمد ثاقب وايي، سږ کال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره له ۳۰ زره حاجیانو څخه راټولې شوې پیسې له لګښتونو وروسته پاتې شوې چې هر حاجي ته به یې یوه برخه بېرته ورکړل شي.
ښاغلي ثاقب د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې «حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د پاتې پیسو بېرته ورکولو» کنفرانس پر مهال ويلي، د حج لپاره ټولټال ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ راټولې شوې وې چې له دې جملې ۷ میلیارده، ۷۲۳ میلیونه، ۷۴۱ زره او ۵۸۳.۶۰ افغانۍ مصرف شوې دي.
د محاسبې له مخې، ۹۴ میلیونه، ۵۶۵ زره او ۶۱۶.۴۰ افغانۍ پاتې شوې دي چې هر حاجي ته به ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکړل شي.

اړوند خبرونه