کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بدخشان، کابل او کندز ولایتونو کې ۲۴۸ کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي او ۷ زره او ۸۰۰ نشهیي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.
ياد وزارت وايي، په بدخشان کې ۱۳۴ کیلوګرامه چرس او ۷ زره او ۸۰۰ نشهیي ګولۍ، په کابل کې ۳۶ کیلوګرامه شیشه، تریاک او هیروئین، او د کندز ولایت د چاردرې ولسوالۍ کې ۷۸ کیلوګرامه نور نشهیي توکي نیول شوي دي.
د مسوولينو په وينا، د عملیاتو په تړاو ۱۱ مشکوک کسان هم نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

