ډېر لوستل شوي

هلمند کې د چاودېدونکو توکو او نږدې ۱۵۰ مسي خښتو د قاچاق مخه نیول شوې

د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي چې سرحدي ځواکونو د هلمند ولایت «بهرامچې» ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په «لېډرېک» سیمه کې د کشفي او امنیتي عملیاتو پرمهال لس پارسله ثانیه‌سوز کشف او ضبط کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې له دغو توکو څخه د ماینونو په جوړولو کې استفاده کېږي، او د ۲۱۵ عزم قول‌اردو اړوند د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء د څلورم سرحدي کنډک منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د یاد کنډک منسوبینو همداراز د دغه ولایت په مرکز کې ۱۴۸ مسي خښتې هم کشف او ضبط کړې دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې چې د دې قاچاق په تړاو یو کس نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

اړوند خبرونه