ډېر لوستل شوي

بدخشان کې زرګونه کیلوګرام نشه‌یي توکي سوځول شوي 

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت راپور ورکړی چې په بدخشان ولایت کې په زیاته اندازه نشه‌يي توکي سوځول شوي دي. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري د بدخشان ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي. 

سرچینې لیکلي چې په دغو توکو کې ١١٨٩ کیلوګرام تریاک، ۴ کیلوګرام چرس، ۷۵ لیتره الکلولي مشروبات،۷۸۵۰ عدده د نشې ګولۍ شامل وو.

د کورنیو چار وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې په بدخشان ولایت کې ۳۸ کیلوګرام نشه‌يي توکي کشف او ضبط شوي دي. 

د مسوولینو په وینا چې دا توکي د بدخشان ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پرمهال ضبط او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.  د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.

اړوند خبرونه