د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» دویم کنفرانس کې د ټرانسپورټ وزارت د تېر یوه کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د ياد کنفرانس پر مهال د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په تېر کال کې د هېواد له ټولو هوايي ډګرونو څخه له ۱۲ زرو ډېرو مسافرو ته د هوايي ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرې شوې چې یوازې د کابل له هوايي ډګر څخه تر ۲ زرو ډېر پروازونه ترسره شوي دي.
د اسلامي امارت وياند زياته کړې چې د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د ۶۰ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې، د ۷۴ ښاري ترمینلونو لپاره ځمکې مشخصې شوې او په کابل کې د شاوخوا ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د پروژو د پیل خبر ورکړل شوی دی.
د مولوي ذبيحالله مجاهد په وينا، تر ۴۵ زرو ډېرو وسایطو ته د«GPS» سیستمونه نصب شوي او د لومړي ځل لپاره د انلاین ټکسي خدمتونو بهیر هم پیل شوی دی.

