د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین، مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته شوې چې پکې د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت او یو شمېر مسوولینو ګډون کړی و.
یاد وزارت لیکلي چې په دې غونډه کې ښاغلي فراهي ویلي چې اسلامي امارت د زمري ۲۴مې د نمانځلو په موخه د هېواد په بېلابېلو برخو کې پراخ تدابیر نیولي دي او له ټولو خبریالانو یې غوښتي چې د یادې ورځې د مراسمو د ښه رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.
مهاجر فراهي ویلي: “د زمري۲۴مې د نمانځلو پر مهال د رسنیو مسوولین او خبریالان باید د تېرو پنځو کلونو لاستهراوړنو او د تېر شل کلن اشغال پرمهال د ترسره شویو ظلمونو او وحشتونو په اړه بېلابېلې خپرونې جوړې کړي، ترڅو هېوادوالو او نړیوالو ته د شته لاستهراوړنو په اړه معلومات ورسیږي او ځوان نسل ته تېر ظلمونه او وحشتونو په اړه عامه پوهاوی شي.”
د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې همداراز د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي انعام الحق حقاني او د ورزش او بدني روزنې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ته اړینې سپارښتنې کړې دي.
د دوی په وینا: “افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی. د هېواد، اسلامي نظام او د عامه افکارو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی، لکه څنګه چې اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مهمې او لویې لاستهراوړنې لري، د رسنیو مسوولین او خبریالان باید د دې لاستهراوړنو د رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.”

