د افغاني سرې مياشتې عمومي ریيس شيخ شهابالدين دلاور په پلازمېنه کابل کې د سوري زړه ناروغۍ لرونکو ماشومانو د درملنې لپاره د یوه معیاري قلبي روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ويلي چې تر دې مهاله د يادې ادارې په مالي لګښت شاوخوا ۱۵ زره سوري زړه لرونکي ماشومان په کورنیو روغتونونو کې درملنه شوي دي.
ښاغلي دلاور زیاته کړې، له دې وروسته به پاتې سوري زړه لرونکي ناروغان د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې په وړیا توګه عملیات او درملنه کېږي.
د يادونې وړ ده چې کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره معیاري قلبي روغتون جوړ او ګټې اخيستې ته وسپارل شو.

