ډېر لوستل شوي

سترې محکمې په یوه ربع کې له ۷۱ زرو ډېرې قضیې څېړلې دي

سترې محکمې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په څلورمه ربع کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو محاکمو او د تمیز عالي ریاستونو ټولټال ۷۱ زره او ۶۲۵ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

يادې محکمې ويلي، له یادو قضیو څخه ۶۱ زره او ۸۹۸ په ابتدائیه محاکمو، ۷ زره او ۱۸۸ په مرافعه محاکمو او ۲ زره او ۵۳۹ قضیو ته په تمیز محکمه کې رسېدنه شوې ده.

همدارنګه، په دې موده کې د ښځو د میراث اړوند ۳ زره او ۳۸۸ او د نشه‌یي توکو او مسکراتو اړوند ۴ زره او ۵۶۵ قضیې هم څېړل شوې دي.

د سرچینې په وینا، په همدې موده کې د هېواد په محاکمو کې ۳۷ زره او ۱۷۶ بېلابېلې شرعي او قانوني وثیقې هم اجراء شوې دي.

سترې محکمې زیاته کړې چې د مراجعینو ۴ زره او ۴۱۳ عریضو ته هم رسېدنه شوې او د دارالانشاء عمومي ریاست له لوري د ۱ زره او ۱۸۹ بېلابېلو عریضو، استهداتو او اداري موضوعاتو په تړاو اجرات ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د قضایي مسوولینو د هڅو او د علماوو، سپین‌ږیرو او قومي مخورو په منځګړیتوب د قتل د ۱۲۰ قضیو په اړه هم د دیت، سولې، جوړجاړي او ابراء پر بنسټ حکمونه صادر شوي دي.

ستره محکمه وايي، هڅه کوي د اسلامي شریعت پر بنسټ د خلکو د حقونو د خوندي کولو ترڅنګ، قضیو ته پر وخت، عادلانه او شفافه رسېدنه او هېوادوالو ته معیاري قضایي او اداري خدمتونه وړاندې کړي.

اړوند خبرونه