عدلیې وزارت وایي چې د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې پر بنسټ د کابل ښار په شپږمې او دیارلسمې ناحیو کې د امید سبز ښارګوټي په نوم ۱۵۰۷٫۴۹ جریبه ځمکه د اسنادو، مدارکو او معلوماتو له دقیقې بررسۍ وروستي امارتي تثبیت شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه په پنځو کادستري قطعو کې د دولت په نوم ثبت او سروې شوې او حقیقي یا حکمي اشخاصو ته نه ده لېږدول شوې.
سرچینې لیکلي چې د اختصاصي محکمې په دې شرعي پرېکړه کې راغلي چې یاده ځمکه دې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپارل شي او پېرودونکي (اوسني متصرفین) کولای شي د ځمکې د بیې او زیان د ترلاسهکولو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.
عدلیې وزارت همداراز لیکلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړو پر پلي کولو مکلف دی.

