ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت او «پي اېم اېس» موسسې ترمنځ د پروژو تمویل هوکړه لاسلیک شوې  

د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا محمد یونس اخندزاده او د جاپان «پي اېم اېس» موسسې استازي ترمنځ د شاوخوا دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوې ده.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا هوکړه د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي‌کولو په موخه لاسلیک شوې ده.

په خبرپاڼه کې د اوبو او انرژۍ وزیر له قوله راغلي چې دا هوکړه به د اوبو د بنسټیزو زیربناوو پراختیا، د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت او د کرنې وضعیت د ښه‌والي په برخه کې ارزښتناک ګام وي.

سرچینې لیکلي چې د دې هوکړې له مخې به د ننګرهار ولایت په سپین‌غر ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو اړوندې پروژې تمویل چې چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي. 

د اوبو او انرژۍ وزارت لیکلي چې په دغو پروژو کې د ۱۰ چک‌ډیمونو، ۳ ډنډونو، ۳ سربندونو، ۳ کانالونو جوړول او د یو کاریز بیارغول شامل دي.

اړوند خبرونه