ډېر لوستل شوي

“د تېرو شلو کلونو پر مهال روغتونو کې د «MRI» يوه دستګا زياته نه‌شوه”

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، افغانستان له کلونو جګړو وروسته سولې ته له رسېدو سره د روغتیا په برخه کې لا ډېرې پام‌لرنې ته اړتیا لري.

ښاغلي حنفي د عامې روغتیا وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ د پېژندنې په غونډه کې ویلي، یاده ستراتیژي کولی شي د هېواد د روغتیايي سکټور په ښه‌والي کې بنسټیز رول ولري.

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد روغتونونو ته حتی یوه د«MRI» دستګاه هم نه ده زیاته شوې.

اړوند خبرونه