ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د میدانوردګ – بامیان سړک د لومړي لاټ ۲۵ کیلومتره سړک د قیراچونې چارې پیل او په چټکۍ سره جریان لري.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د میدانوردګ – بامیان سړک د لومړي لاټ ۲۵کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې چارې د څه باندې ۸۵۸ میلیونه ۴۵۰زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرار داد شوې دي.
د ښاغلي حقشناس په وینا چې یاد سړک د میدانوردګ ولایت له مرکز میدان ښار څخه پیل د ياد ولایت تر جلریز ولسوالۍ پورې رسیږي چې په اوږدو کې یې د دوو پایو پلونو، ګڼ شمېر پلګوټو او استنادي دیوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د يادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې هېوادوالو ته د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

