د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو رییس، مولوي عبدالباقي منصور کابل کې د ایران له سرپرست سفیر، عليرضا بېګدلي سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د چارو ادارې لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنخ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، ملي پروژو کې د ایراني شرکتونو ګډون او نړیوالو معیارونو سره سم د نفتي توکو واردولو په برخه کې د همکاريو پر پراختیا خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي منصور په حواله د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی او له ایراني شرکتونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
بلخوا د ایران سرپرست سفیر د پانګونې، ټکنالوژۍ، تخنیکي همکاریو او بشري ظرفیتلوړونې په برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
د سرچینې په وینا چې په دې کتنه کې «مولوي عبدالباقي منصور» او «عليرضا بېګدلي» همداراز د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم بحث کړی دی.

