ډېر لوستل شوي

ګوتریش: ښایي د نړۍ په ټولو وچو کې د هوا تودوخه له عادي کچې لوړه شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د هوا پېژندنې نړيوال سازمان د وړاندوینو پر بنسټ خبرداری ورکړی چې د «النینو» پیاوړتیا به د نړۍ اقلیمي ناورین لا پسې ژور کړي.

ګوتريش ویلي، ښایي د روان کال تر اکټوبر میاشتې پورې د نړۍ په ټولو وچو کې د هوا تودوخه له عادي کچې لوړه شي.

النینو یوه اقلیمي پدیده ده چې د ارام سمندر په مرکزي او ختیځو برخو کې د سمندر د اوبو او هوا د تودوخې له زیاتوالي سره تړاو لري او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د هوا پر بڼه اغېز کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، که څه هم افغانستان د شنو خونو ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ له تر ټولو زیان‌منونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

اړوند خبرونه