ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوې

په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د افغانستان د سوداګرۍ خونې له پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

ياد سفارت ويلي، په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرو د ستونزو او د حل لارو په اړه بحث او نظرونه تبادله شوي دي.

فضل محمد صابر سوداګرو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او د سوداګرۍ خونې پلاوي د سفارت له همکاریو او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې له هڅو مننه کړې ده.

افغانستان او ترکمنستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپلې اړیکې پراخې کړې او دواړو لوريو د سوداګریزو اسانتیاوو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه