ډېر لوستل شوي

هلمند کې ۱۳۵۰ کیلوګرامه اومان کشف او له منځه یوړل شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارې ځواکونو د هلمند ولایت د بغني ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۳۵۰ کیلوګرامه اومان کشف او سوځولي دي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت ويلي، د عملیاتو په تړاو یو تن هم نیول شوی، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د کورنیو چارو وزارت ياد معينيت ډاډ ورکړی چې د نشه‌یي توکو د قاچاق او تولید پر وړاندې د مبارزې عملیات به دوام ولري.

اړوند خبرونه