د کورنیو چارو وزارت وايي، د حیرتان بندر امنیتي ځواکونو د یوه مسافروړونکي موټر د تلاشي پر مهال، د بېلابېلو بهرنیو اسعارو د پام وړ اندازه کشف او ضبط کړه.
سرچنيه لیکي چې یاد اسعار د موټر دننه په ماهرانه ډول پټې شوې شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي: “په نیول شویو اسعارو کې ۳۴۳ زره او ۷۲۵ یورو، ۲۰ زره او ۴۸۰ امریکایي ډالر، ۷۸ زره او ۵۸۵ کاناډایي ډالر، ۵۹ زره او ۹۰۰ اسټرالیايي ډالر، ۱۴ زره او ۷۵۰ نیوزیلنډي ډالر، ۳۱۳ زره او ۵۰ پونډ، ۴۲ زره او ۵۵۰ سویسي فرانک او ۶۰۰ زره سعودي ریال شامل دي.”
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې یادې پیسې په ناقانونه توګه قاچاق کېدلې چې له مخنیوي وروسته د قانوني کړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې دي.

