د اسلامي امارت چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس، مولوي مطیعالحق خالص په افغانستان کې د اذربایجان له سفیر، الهام محمدوف سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د هېواد چاپېریالي وضعیت خوندیتوب، سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا، د تجربو لېږد، نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د افغانستان ګډون او د اقلیمي بدللون اړوندو مسایلو په اړه بحث شوی دی.
نوموړي همداراز د اذربایجان له سفیر غوښتي چې د ظرفیتلوړونې، ګټورو تجربو شریکولو، چاپېریالي تجهیزاتو لېږد او ښاري پراختیا په برخو کې دې د چاپېریال ساتنې له عمومي ادارې سره همکاري وکړي.
بلخوا الهام محمدوف د افغانستان او اذربایجان اړیکې دوستانه او نه شلېدونکې بللې، او په وینا یې چې اذربایجان او افغانستان له پخوا وروڼه هېوادونه دي او ترمنځ به یې همکاري دوامداره وي.

