د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو، درملو او تشخیصي تجهیزاتو مرسته وکړه.
د بغلان ولایت مقام د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې له ۴۰ ډوله طبي وسایل، درمل او پرمختللي تشخیصي ماشینونه شامل دي، چې د ناروغانو د تشخیص او درملنې په کیفیت کې به د پام وړ ښه والی راولي.
سرچينه لیکي، د دغو تجهیزاتو او درملو په ترلاسه کولو سره به د بغلان د روغتیايي مرکزونو د تجهیزاتو او درملو د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي او ناروغانو ته به پر وخت او غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

