په اوزبېکستان د افغانستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان برېښنا شرکت د رییس، مولوي عبدالحق همکار تاشکند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د اوزبېکستان د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال محمد امینوف سره کتلي دي.
سرچينه لیکي، دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د برېښنا د تولید او لېږد پر پروژو او د اړوندو تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو خبرې په اړه خبرې کړي او د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي تعامل پر دوام او د عملي همکاریو پر لا پراختیا یې ټینگار کړی دی.

