ډېر لوستل شوي

له پاکستانه څه باندې ۳۰۰ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۳۲۵ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد وزارت په وینا، له دې ډلې ۱۵۶ تنه د تورخم او ۱۶۹ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.

مسوولين زیاتوي، په خوشې شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو او د بېلابېلو مودو لپاره یې د پاکستان په زندانونو کې بند تېر کړی وو.

وزارت ویلي، راستنېدونکو ته له اړینو مرستو وروسته خپلو اصلي سیمو ته د لېږد زمینه برابره شوې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی د خوندي او باعزته راستنېدو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه