د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپینبولدک، اسلام قلعه او د ورېښمو پُل له لارو ۴۶۰ افغان کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۲۹۲ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، د بېلابېلو کمېټو له لوري راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې په مرسته ۳۹۸ کورنۍ چې ۲۲۱۳ غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د لېږد لګښتونه هم ورکړل شوي دي.
همداراز، ۴۶۶ کورنیو ته نغدي مرستې وېشل شوې او ۳۹۵سیمکارتونه له فعالو کڅوړو سره پر راستنېدونکو کډوالو وېشل شوي دي.

