ډېر لوستل شوي

په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په اتو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې اټکل شوی دی.  

د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې به د ورښت کچه له ۱۰ – ۳۰ ملي‌مترو پورې وي.  

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، ختیځو، سوېل‌ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم کړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۹۵ کیلومترو پورې وي.

د یادولو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د خونړیو سېلابونو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند بایللی او لسګونه کورونه نړېدلي دي.

اړوند خبرونه