ډېر لوستل شوي

افغانستان د قزاقستان د اوړو صادرات نږدې دوه برابره پیاوړي کړي

قزاقستان د افغانستان د زياتېدونکي تقاضا له امله تمه ښودلې چې د روان ميلادي د بازارموندې کال تر پایه به يې د غنمو د اوړو صادرات ۲.۱۲ میلیونه ټنو ته ورسېږي.

د «ټایمز اف سنټرل ایشیا» راپور ورکړی چې قزاقستان د روان فصل په لومړیو لسو میاشتو کې ۱.۸۷ میلیونه ټنه اوړه صادر کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي چې افغانستان د قزاقستان د اوړو د صادراتو تر ټولو مهم بازار دی.

په راپور کې راغلي، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱.۲۳ میلیونه ټنه قزاقي اوړه پېرلي چې د دغه هېواد د اوړو ټول صادرات نږدې دوه‌ پر درېیمه برخه جوړوي او له دې سره د روان فصل په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات هم ۲۱.۵ سلنه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اټکل کړی چې افغانستان به د ۲۰۲۵/۲۶ کال لپاره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ټنه غلو دانو ته د وارداتو اړتیا ولري.

اړوند خبرونه