د خوست مسوولین وایي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۲۷ کسان د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نیولشویو کسانو څخه د نشې ټابلیټونه، شیشه، چرس او هیرویین هم ترلاسه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا عملیات د لومړۍ، دویمې، څلورمې او اوومې امنیتي حوزو په ګډون د نادرشاه کوټ، اسماعیلخېلو او مندوزیو، علیشېرو او تریزیو، صبریو او یعقوبیو، باک او تڼیو ولسوالیو د نشهیي توکو ضد مسوولینو له لوري ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، نیولشویو کسانو منلې چې یاد توکي یې د قاچاق او خرڅلاو لپاره چمتو کړي وو او پلان یې درلود چې نورو سیمو ته یې ولېږدوي او پر خلکو یې وپلوري.

