د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ختیځو او ځینو نورو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست او پروان ولایتونو کې اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې وي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په سوېلختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم کړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
د یادولو ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په ځینو سیمو کې د سېلابونو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند بایللی او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

