د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلالاباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې ښاغلي ثاني د دغه سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسوولینو ته د کار چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې کړې دي.
ښاغلي حقشناس لیکلي، بلخوا د قراردادي شرکت مسوولینو هم ډاډ ورکړی چې د یادې پروژې چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
د خبرپاڼې له مخې چې د کابل – جلال اباد لویې لارې یاده برخه د کابل له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام موقعیت لري، چې پکې د یو پُل او ۷۶ پلګوټو د جوړولو چارې شاملې دي.

