عدلیې وزارت وایي چې د امارتي ښارګوټو په استوګنیزو او سوداګریزو ساحو کې د کرایې، بیع وفا او پېر او پلور معاملات، او همداراز هر ډول نوي تصرفات ممنوع دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصبشویو ځمکو د استرداد کمېسيون تر اوسه پورې په هېواد کې لسګونه ښارګوټي امارتي تشخيص کړي دي.
عدلیې وزارت ټینګار کړی چې افراد او د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې په امارتي استرداد شویو ښارګوټو کې له معاملاتو او په معاملاتو کې له وساطت څخه په کلکه ډډه وکړي.
عدلیې وزارت په دغو ښارګوټو کې کرایهنیوونکو ته سپارښتنه کړې چې د کورونو او سوداګریزو ساحو کرایه اسلامي امارت ته ورکړي او پخواني متصرفین له هغوی څخه د کرایې اخیستلو حق نه لري.
سرچینې لیکلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسيون او اړوندې ادارې به ډېر ژر د کرایې د ورکړې لپاره د بانکي حساب جزییات د امارتي ښارګوټو د کرایهنیوونکو په واک کې ورکړي.

