ډېر لوستل شوي

افغان ځواکونو له پاکستانه ۷۴ میله راقاچاق کېدونکې سپکې او درنې وسلې نیولې

د دفاع وزارت خبر ورکړی چې ځواکونو یې د ختیځ زون په بېلابېلو سیمو کې ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې او زرګونه فیره مهمات او پوځي تجهیزات نیولي دي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وایي، په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، کلاشینکوفونه، اېم‌۱۶، تومانچې، هاوان، اګایس او درازکوف شامل دي.

د ښاغلي محمدي په وینا چې د نیول شویو وسلو یوه برخه له پاکستان څخه افغانستان ته د «ورانکارو فعالیتونو» لپاره قاچاق کېدله.

اړوند خبرونه