کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې د ۱۸۸ کیلوګرام نشهيي توکو د قاچاق په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دغه قاچاق مخه د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ځانګړو قطعاتو منسوبینو له لوري شوې ده.
سرچینې لیکلي چې همداراز د تخار په مرکز، تالقان ښار کې یو بل کس د ۱۰۱ کیلوګرام نشهيي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې نیولشوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

