د اسلامي امارت د رياستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وایي، په هرات کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول معیاري لابراتوار به د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او په بهرنیو بازارونو کې د هغوی د سیاليوړتیا د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
د اميد راډيو خبريال د ياد لابراتور ګټېاخيستنې په مراسمو کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي چې له دې سره به کورني محصولات وازمویل شي او د نړیوالو معیارونو له مخې به معیاري شي.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال زیاته کړې چې دا لابراتوار به د هېواد بازارونو ته د غیرمعیاري محصولاتو د داخلېدو په مخنیوي او د کورنیو تولیدونکو په ملاتړ کې هم مهم رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده چې په هرات کې د ۲۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت د خوړو، اوبو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول لابراتوار ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.

