ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې په ځینو ختیځو ولایتونو کې د باران اټکل کړی 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په یو شمېر ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.  

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې اټکل شوی دی.  

سرچینې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې وي. 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، سوېل‌ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي. 

د یادولو ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په ختیځ او ځینو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند بایللی دی.

اړوند خبرونه