د دفاع وزارت خبر ورکړی چې ځواکونو يې په تېرو درېیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کشفي، استخباراتي او سرحدي عملياتو پر مهال د وسلو، مهماتو، نشهیي توکو، درملو او وسایطو په ګډون د قاچاق ګڼ توکي کشف او ضبط کړي دي.
ياد وزارت وايي، په نیول شویو توکو کې ۶۶ کلاشینکوفونه، ۲۰ ميله اېم۱۶، ۱۷ اېم۴، ۳۳ تومانچې او شاوخوا ۸ زره د مختلفو وسلو مرمۍ شاملې دي.
همداراز ۴۵ بېلابېل موټر، ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشهیي توکي، ۴۸۶ کارټنه طبي درمل، ۲۳۷۳ پسونه او ۳۴ بنډله ثانیهسوز هم د قاچاق پر مهال نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، د دغو پېښو په تړاو ۳۹ تنه قاچاقبران هم نیول شوي او دفاعي ځواکونه وایي چې د هېواد د پولو او اقتصادي ګټو د خونديتوب لپاره به د قاچاق پر وړاندې عملیات لا پیاوړي کړي.

